Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Araf Ayahs #45 Translated in Pashto

لَهُمْ مِنْ جَهَنَّمَ مِهَادٌ وَمِنْ فَوْقِهِمْ غَوَاشٍ ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ
د دوى لپاره له جهنم څخه فرش دى او د دوى له پاسه به (د اور) اغوستنى وي او همدارنګه مونږ ظالمانو ته سزا وركوو
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه د وَس مطابق، دغه كسان د جنت ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي
وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِمْ مِنْ غِلٍّ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ ۖ وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهَٰذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلَا أَنْ هَدَانَا اللَّهُ ۖ لَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ ۖ وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ
او مونږ به راوباسو هغه كینه چې د دوى په سینو كې وي، د هغو له لاندې به ولې بهېږي، او دوى به وايي: ټولې ستاينې د هغه الله لپاره دي چې مونږ ته يې د دې هدایت وكړ او مونږ پخپله (داسې) نه وو چې دا لار مو موندلې وَى، كه چېرې الله مونږ ته دا لار نه وه راښودلې، یقینًا یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځولى شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول
وَنَادَىٰ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ أَصْحَابَ النَّارِ أَنْ قَدْ وَجَدْنَا مَا وَعَدَنَا رَبُّنَا حَقًّا فَهَلْ وَجَدْتُمْ مَا وَعَدَ رَبُّكُمْ حَقًّا ۖ قَالُوا نَعَمْ ۚ فَأَذَّنَ مُؤَذِّنٌ بَيْنَهُمْ أَنْ لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ
او جنتیان به دوزخیانو ته اواز وكړي دا چې یقینًا مونږ هغه وعده چې زمونږ رب له مونږ سره كړې وه حقه وموندله، نو ایا تاسو (هم) هغه وعده حقه وموندله چې ستاسو رب (له تاسو سره) كړې وه؟ هغوى به ووايي: هو! نو د دوى په مینځ كې به یو اعلان كوونكى دا اعلان وكړي چې د الله لعنت په ظالمانو باندې دى
الَّذِينَ يَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا وَهُمْ بِالْآخِرَةِ كَافِرُونَ
هغه كسان چې د الله له لارې نه منع كول كوي او په دې كې كوږوالى لټوي او هم دوى د اخرت منكر دي

Choose other languages: