Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Ahqaf Ayahs #7 Translated in Pashto

مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُسَمًّى ۚ وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنْذِرُوا مُعْرِضُونَ
مونږ اسمانونه او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، نه دي پیدا كړي مګر په حقه او په ټاكلې مودې سره۔ او كافران شوي كسان له هغه (قرآن) نه چې دوى پرې وېرولى شي، مخ ګرځوونكي دي
قُلْ أَرَأَيْتُمْ مَا تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ ۖ ائْتُونِي بِكِتَابٍ مِنْ قَبْلِ هَٰذَا أَوْ أَثَارَةٍ مِنْ عِلْمٍ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ
ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته د هغو (معبودانو) خبر راكړئ چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، تاسو ما ته وښیئ دوى په ځمكه كې څه پیدا كړي دي؟ یا دوى لره په (پیدا كولو د) اسمانونو كې څه شراكت شته؟ تاسو ما ته له دغه (قرآن) نه مخكې كوم كتاب راوړئ، یا له علمه څه باقي علامه۔، كه تاسو رښتيني یئ
وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنْ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ مَنْ لَا يَسْتَجِيبُ لَهُ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ وَهُمْ عَنْ دُعَائِهِمْ غَافِلُونَ
او له هغه كس نه زيات ګمراه څوك دى چې له الله نه غیر هغه (معبودان) بلي چې د ده دعا (سوال) تر قیامته پورې نشي قبلولى، په داسې حال كې چې دغه (معبودان) به د دوى له بلنې نه غافله (بې خبره) وي
وَإِذَا حُشِرَ النَّاسُ كَانُوا لَهُمْ أَعْدَاءً وَكَانُوا بِعِبَادَتِهِمْ كَافِرِينَ
او كله چې (ټول) خلق (د حساب لپاره په محشر كې) راجمع كړى شي دغه (معبودان) به د دوى دښمنان وګرځي او د دغو (عبادت كوونكو) له عبادت نه به منكر شي
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَهُمْ هَٰذَا سِحْرٌ مُبِينٌ
او كله چې دوى ته زمونږ ایتونه لوستلى شي، په داسې حال كې چې ښه واضح دي (، نو) كافران شوي كسان د حق په باره كې وايي، كله چې دوى ته راغى: دا ښكاره جادو دى

Choose other languages: