Quran Apps in many lanuages:

Surah Yusuf Ayahs #37 Translated in Pashto

قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ ۖ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُنْ مِنَ الْجَاهِلِينَ
هغه وویل: اى زما ربه! بندي خانه ما ته ډېره خوښه ده له هغه كار نه چې دوى ما هغه ته بلي او كه ته زما څخه د دوى مكر فریب وانه ړوې (، نو) زه به دوى ته مايله شم او شم به له جاهلانو نه
فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
نو خپل رب يې د ده دعا قبوله كړه، نو له ده نه يې د دوى مكر فریب وګرځاوه، بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
ثُمَّ بَدَا لَهُمْ مِنْ بَعْدِ مَا رَأَوُا الْآيَاتِ لَيَسْجُنُنَّهُ حَتَّىٰ حِينٍ
بیا دوى (عزیز او د هغه كسانو) ته ښكاره شوه (صلاح يې وكړه)، وروسته له دې چې دوى (د یوسف د پاكۍ) نښې ولېدې، چې دوى به دا خامخا هرومرو تر یو وخته پورې بندي كړي
وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانِ ۖ قَالَ أَحَدُهُمَا إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا ۖ وَقَالَ الْآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ ۖ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ ۖ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ
او له ده سره زندان ته دوه زلمي ننوتل، په دې دواړو كې یو وویل: بېشكه زه چې یم، زه ځان (په خوب كې) وینم، چې د شرابو لپاره انګور نچوړوم او بل وویل: بېشكه زه چې یم، ځان وینم، په دې حال كې چې د خپل سر له پاسه مې ډوډۍ بار كړې ده، چې له هغې نه مرغان خوراك كوي، مونږ د دې (خوبونو) په تعبیر خبر كړه، بېشكه مونږ تا له نیكوكارانو څخه وینو
قَالَ لَا يَأْتِيكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقَانِهِ إِلَّا نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِ قَبْلَ أَنْ يَأْتِيَكُمَا ۚ ذَٰلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي ۚ إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَهُمْ بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ
(یوسف) وویل: چې تاسو ته به هغه طعام لا نه وي راغلى چې تاسو ته هغه دركاوه شي مګر چې تاسو به د دې (خوبونو) په تعبیر خبر كړم، مخكې له دې نه چې تاسو ته هغه راشي، دا (تعبیر) له هغه علم څخه دى چې زما رب ما ته ښودلى دى، بېشكه ما د هغه قوم دین پریښى دى چې په الله ایمان نه لري او په اخرت هم كافران دي

Choose other languages: