Quran Apps in many lanuages:

Surah Sad Ayahs #28 Translated in Pashto

قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَىٰ نِعَاجِهِ ۖ وَإِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْخُلَطَاءِ لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَا هُمْ ۗ وَظَنَّ دَاوُودُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ ۩
ده (داود) وویل: یقینًا یقینًا ده په تا ظلم كړى دى، ستا د ګډې په غوښتلو (چې یو ځاى يې كړي) له خپلو ګډو سره او بېشكه په شریكانو كې ډېر زیات (داسې وي چې) خامخا ځینې د دوى په ځینو نورو ظلم كوي، غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او دوى بېخي لږ دي. او داود یقین وكړ چې بېشكه همدا خبره ده چې مونږ هغه وازمایه، نو له خپل رب نه يې بخښنه وغوښته او پرېوته، په داسې حال كې چې ركوع (او) سجده كوونكى و، او رجوع يې وكړه
فَغَفَرْنَا لَهُ ذَٰلِكَ ۖ وَإِنَّ لَهُ عِنْدَنَا لَزُلْفَىٰ وَحُسْنَ مَآبٍ
نو مونږ ده ته دغه (خطا) وبخښله، او بېشكه د هغه لپاره زمونږ په نیز خامخا قربت دى او د ورتلو ښه ځاى دى
يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ
اى داوده! بېشكه مونږ ته په ځمكه كې خلیفه ګرځولى يې، نو ته د خلقو په مینځ كې په حقه سره فیصلې كوه او د خواهشاتو پيروي مه كوه، (ګنې) نو تا به د الله له لارې نه ګمراه كړي، بېشكه هغه كسان چې د الله له لارې نه ګمراه كېږي، د هغوى لپاره ډېر سخت عذاب دى، په سبب د دوى د هېرولو ورځې د حساب لره
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَاطِلًا ۚ ذَٰلِكَ ظَنُّ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مِنَ النَّارِ
او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي داسې نه دي پیدا كړي، چې باطل (او عبث) دي دغه (باطل پیدا كول) د كافران شویو خلقو ګمان دى، نو دا كافران شویو خلقو لپاره له اوره هلاكت (او عذاب) دى
أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ
ایا مونږ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په ځمكه كې د فساد كوونكو په شان وګرځوو؟ ایا مونږ به متقیان د فاجرانو (بدكارانو) په شان وګرځوو؟

Choose other languages: