Quran Apps in many lanuages:

Surah Az-Zamar Ayahs #52 Translated in Pashto

وَبَدَا لَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ
او دوى ته به د خپلو كړو عملونو بدۍ ښكاره شي او له دوى نه به هغه (عذاب) چاپېره شي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې
فَإِذَا مَسَّ الْإِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ثُمَّ إِذَا خَوَّلْنَاهُ نِعْمَةً مِنَّا قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَىٰ عِلْمٍ ۚ بَلْ هِيَ فِتْنَةٌ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
نو كله چې انسان ته تكلیف ورسي (، نو) مونږ بلي، بيا چې كله ده ته مونږ له خپله جانبه نعمت وركړو (، نو) دى وايي: دا خو ما ته يواځې (زما) د علم په سبب راكړ شوى دى، بلكې دغه (وركړه) ازمېښت دى، او لېكن د دوى اكثره نه پوهېږي
قَدْ قَالَهَا الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَمَا أَغْنَىٰ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
یقینًا دغه خبره هغو كسانو (هم) كړې وه چې له دوى نه مخكې وو، نو د دغو كسانو هېڅ په كار رانغلل هغه (مالونه) چې دوى به ګټل
فَأَصَابَهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا ۚ وَالَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ هَٰؤُلَاءِ سَيُصِيبُهُمْ سَيِّئَاتُ مَا كَسَبُوا وَمَا هُمْ بِمُعْجِزِينَ
نو دغو (پخوانیو خلقو) ته د خپلو كړو عملونو بدۍ ورسېدلې او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى له دغو خلقو نه (چې قریش دي) ژر به دوى ته د دوى د كړو عملونو بدۍ ورسېږي او دوى (مونږ لره) عاجزه كوونكي نه دي
أَوَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ وَيَقْدِرُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
او ایا دوى نه پوهېږي چې بېشكه الله رزق فراخوي چا لپاره چې وغواړي او تنګوي يې، بېشكه په دغو (فراخولو اوتنګولو) كې خامخا ډېرې نښې دي د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي

Choose other languages: