Quran Apps in many lanuages:

Surah As-Saff Ayahs #7 Translated in Pashto

كَبُرَ مَقْتًا عِنْدَ اللَّهِ أَنْ تَقُولُوا مَا لَا تَفْعَلُونَ
دا (خبره) د الله په نیز د غضب په لحاظ لویه ده چې تاسو هغه (خبره) ووایئ چې نه يې كوئ
إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ
بېشكه الله هغه كسان خوښوي چې د هغه په لاره كې صف تړلي جنګېږي، ګویاكې دوى په قلعي سره په یو بل پورې ټینګ كړى شوى (ښه محكم) عمارت دي
وَإِذْ قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ لِمَ تُؤْذُونَنِي وَقَدْ تَعْلَمُونَ أَنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ ۖ فَلَمَّا زَاغُوا أَزَاغَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ
او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته ولې ضرر رارسوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ چې یقینًا زه تاسو ته د الله رسول یم۔، نو كله چې دوى (د الله له حكم نه) كاږه شول، نوالله د دوى زړونه كاږه كړل۔ او الله نافرمانه قوم ته هدایت نه كوي
وَإِذْ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ قَالُوا هَٰذَا سِحْرٌ مُبِينٌ
او (یاده كړه) هغه وخت چې د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى بني اسرائیلو! بېشكه زه تاسو ته د الله رسول یم، چې د هغه څه تصدیق كوونكى یم چې له ما نه مخكې تېر شوى دى، چې تورات دى او د داسې رسول زېرى دركوونكى یم چې له ما نه وروسته به راځي، چې د هغه نوم احمد دى۔، نو كله چې دوى ته دغه (رسول) له ښكاره معجزو سره راغى (نو) دوى وویل: دا ښكاره جادو دى
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُوَ يُدْعَىٰ إِلَى الْإِسْلَامِ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
او له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله پورې له ځانه دروغ تړي، حال دا چې هغه اسلام ته بللى شي۔ او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي

Choose other languages: