Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Maeda Ayahs #93 Translated in Pashto

لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَٰكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا عَقَّدْتُمُ الْأَيْمَانَ ۖ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ ۖ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلَاثَةِ أَيَّامٍ ۚ ذَٰلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ ۚ وَاحْفَظُوا أَيْمَانَكُمْ ۚ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ
الله تاسو په خپلو قسمونو كې په لغو (قسم) سره نه نیسي، او لېكن تاسو په هغو قسمونو نیسي چې تاسو پاخه خوړلي وي، نو د ده كفاره لسو مسكینانو ته خوراك وركول دي له هغه درمیانه (خوراك) نه چې تاسو يې په خپلو كورنیو خوروئ، یا د هغو (لسو مسكینانو) جامه ده، یا د یو څټ (د غلام، یا وینځې) ازادول دي، نو چا چې (دا) ونه موندل، نو (د هغه په ذمه) درې ورځې روژې دي، دا ستاسو د قسمونو كفاره ده، كله چې تاسو قسم وخورئ او تاسو د خپلو قسمونو حفاظت كوئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه همدا خبره ده چې شراب، او جواري او بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي، نو تاسو له دې نه ځان وساتئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ ۖ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ
یقینًا همدا خبره ده چې شیطان غواړي چې ستاسو په مینځ كې د شرابو او جوارۍ په ذریعې سره دښمني او بغض واچوي او تاسو د الله له ذكر نه او له لمانځه نه بند كړي، نو ایا تاسو (له شرابو او جوارۍ نه) منع كېدونكي یئ؟
وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَاحْذَرُوا ۚ فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا عَلَىٰ رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ
او تاسو د الله اطاعت كوئ او د (هغه د) رسول اطاعت كوئ او ځان بچ كړئ، نو كه چېرې تاسو وګرځېدلئ، نو پوه شئ چې یقینًا زمونږ د رسُول په ذمه خو بس ښكاره رسَول (تبلیغ كول) دي
لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُوا إِذَا مَا اتَّقَوْا وَآمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَوْا وَآمَنُوا ثُمَّ اتَّقَوْا وَأَحْسَنُوا ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
هېڅ ګناه نشته په هغو كسانو باندې چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په هغه څه كې چې هغوى خوړلي دي، كله چې هغوى پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و او نېك عملونه يې كړي وو، بیا پرهېزګاره شوي وو او ایمان يې راوړى و، بیا پرهېزګاره شوي وو او نېكي يې كړې وه او الله نېكي كوونكي خوښوي

Choose other languages: