Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Jumua Ayahs #5 Translated in Pashto

يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ الْمَلِكِ الْقُدُّوسِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ
د الله لپاره پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، (د هغه الله چې) بادشاه دى، ډېر پاك دى، ښه غالب دى، ډېر حكمت والا دى
هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ
دغه (الله) همغه ذات دى چې امیانو ته يې له همدوى ځنې یو رسول لېږلى دى، چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كوي او د دوى تزكیه كوي او دوى ته كتاب او حكمت (سنت) ښیي او بېشكه شان دا دى چې دوى له ده نه مخكې یقینًا په ښكاره ګمراهۍ كې وو
وَآخَرِينَ مِنْهُمْ لَمَّا يَلْحَقُوا بِهِمْ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
او له دوى څخه نورو ته (هم) چې لا تر اوسه دوى هغو (پخوانیو) ته نه دي رسېدلي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى
ذَٰلِكَ فَضْلُ اللَّهِ يُؤْتِيهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ
دغه د الله فضل دى چې دا هغه چا ته وركوي چې يې وغواړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى
مَثَلُ الَّذِينَ حُمِّلُوا التَّوْرَاةَ ثُمَّ لَمْ يَحْمِلُوهَا كَمَثَلِ الْحِمَارِ يَحْمِلُ أَسْفَارًا ۚ بِئْسَ مَثَلُ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ
د هغو كسانو حال چې په هغوى باندې تورات وربار كړى شوى و (د تورات مكلف كړى شوي وو)، بیا دوى هغه پورته نه كړ؛ د هغه خره د حال په شان دى چې كتابونه يې په شا كړي وي، د هغو كسانو بد مثال (حال) دى چې د الله د ایتونو تكذیب كوي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي

Choose other languages: