Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Humaza Ayahs #8 Translated in Pashto

كَلَّا ۖ لَيُنْبَذَنَّ فِي الْحُطَمَةِ
داسې هیڅكله نشي كېدى، دى به خامخا ضرور په حطمه (ماتوونكي او سوځوونكي دوزخ) كې وغورځول شي
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْحُطَمَةُ
او ته څه شي پوه كړې چې حطمه څه شى دى؟
نَارُ اللَّهِ الْمُوقَدَةُ
د الله هغه بل كړى شوى اور دى
الَّتِي تَطَّلِعُ عَلَى الْأَفْئِدَةِ
هغه چې په زړونو راخېژي (او غالب كېږي)
إِنَّهَا عَلَيْهِمْ مُؤْصَدَةٌ
بېشكه دغه (اور) به په دوى باندې (له هره جانبه) رابند كړى شوى وي

Choose other languages: