Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Hijr Ayahs #43 Translated in Pashto

قَالَ رَبِّ بِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَلَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ
ويې ويل: اى زما ربه! په سبب د دې چې تا زه ګمراه كړم خامخا هرومرو به زه په ځمكه كې د دوى لپاره ښكلي كول كوم او خامخا هرومرو به زه دوى ټول ګمراه كوم
إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ
مګر په دوى كې ستا خالص كړى شوي بنده ګان
قَالَ هَٰذَا صِرَاطٌ عَلَيَّ مُسْتَقِيمٌ
ويې فرمایل: دا لار ده چې تر ما پورې نېغه ده
إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ إِلَّا مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغَاوِينَ
بېشكه زما بنده ګان چې دي نشته تا لپاره په دوى باندې هېڅ غلبه مګر هغه چې ستا پیروي كوي له ګمراهانو څخه
وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ
او بېشكه جهنم، خامخا د دوى د ټولو د وعدې ځاى دى

Choose other languages: