Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Araf Ayahs #89 Translated in Pashto

وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ قَدْ جَاءَتْكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ فَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ
او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته، یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیل راغلى دى، نو تاسو پېمانه او تول پوره كوئ او خلقو ته د هغوى شیان كم مه وركوئ او په ځمكه كې ورانى مه كوئ، د هغې له اصلاح نه پس، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ
وَلَا تَقْعُدُوا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ وَاذْكُرُوا إِذْ كُنْتُمْ قَلِيلًا فَكَثَّرَكُمْ ۖ وَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ
او تاسو په هره لار كې مه كېنئ، چې تاسو (خلق) وېروئ او تاسو د الله له لارې نه هغه څوك منع كوئ چې په هغه (الله) ایمان راوړي او تاسو په هغې كې كوږوالى لټوئ او تاسو هغه وخت یاد كړئ كله چې تاسو ډېر لږ وئ، نو هغهٔ تاسو ډېر كړئ او تاسو وګورئ چې د ورانكارو انجام څنګه و؟
وَإِنْ كَانَ طَائِفَةٌ مِنْكُمْ آمَنُوا بِالَّذِي أُرْسِلْتُ بِهِ وَطَائِفَةٌ لَمْ يُؤْمِنُوا فَاصْبِرُوا حَتَّىٰ يَحْكُمَ اللَّهُ بَيْنَنَا ۚ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ
او كه په تاسو كې یوه ډله داسې ده چې په هغه شي يې ایمان راوړى دى چې زه ورسره رالېږل شوى یم او بلې ډلې ایمان نه دى راوړى، نو تاسو صبر كوئ تر دې چې الله زمونږ په مینځ كې فیصله وكړي او هغه تر ټولو بهتر فیصله كوونكى دى
قَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ اسْتَكْبَرُوا مِنْ قَوْمِهِ لَنُخْرِجَنَّكَ يَا شُعَيْبُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَكَ مِنْ قَرْيَتِنَا أَوْ لَتَعُودُنَّ فِي مِلَّتِنَا ۚ قَالَ أَوَلَوْ كُنَّا كَارِهِينَ
د هغه له قوم څخه كبرجنو مشرانو وویل: اى شعیبه! خامخا لازمًا به مونږ تا او هغه كسان چې له تا سره يې ایمان راوړى دى؛ له خپل كلي نه وباسو، یا به تاسو خامخا لازمًا زمونږ دین ته راګرځئ، هغه وویل: ایا اګر كه مونږ (دا) بدګڼونكي یو
قَدِ افْتَرَيْنَا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا إِنْ عُدْنَا فِي مِلَّتِكُمْ بَعْدَ إِذْ نَجَّانَا اللَّهُ مِنْهَا ۚ وَمَا يَكُونُ لَنَا أَنْ نَعُودَ فِيهَا إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ رَبُّنَا ۚ وَسِعَ رَبُّنَا كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا ۚ عَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْنَا ۚ رَبَّنَا افْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَأَنْتَ خَيْرُ الْفَاتِحِينَ
یقینًا مونږ به په الله باندې سخت دروغ تپلي وي كه مونږ ستاسو دین ته در وګرځو وروسته له دې چې مونږ ته الله له هغه نه خلاصى راكړ، او مونږ ته دا حق نشته چې هغه ته وګرځو مګر دا چې زمونږ رب الله (څه) وغواړي، زمونږ رب هر شى په (خپل) علم كې راګېر كړى دى، خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! ته زمونږ په مینځ كې او زمونږ د قوم په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړه او ته تر ټولو غوره فیصله كوونكى يې

Choose other languages: