Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Ahqaf Ayahs #23 Translated in Pashto

وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِمَّا عَمِلُوا ۖ وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
او د هرې یوې (ډلې) لپاره د دوى د كړو عملونو په سبب (بېلې بېلې) مرتبې دي، او د دې لپاره چې دوى ته د دوى عملونه پوره وركړي، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم ونه كړى شي
وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ فِي حَيَاتِكُمُ الدُّنْيَا وَاسْتَمْتَعْتُمْ بِهَا فَالْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَفْسُقُونَ
او هغه ورځ (یاده كړه) چې كافران شوي كسان به اور ته پېش كولى شي (او ورته به وویل شي:) تاسو خپل خوندونه (او نعمتونه) په خپل دنيايي ژوند كې ختم كړي دي او تاسو له هغو نه فايده اخيستې ده، نو نن ورځ به تاسو ته د ذلت د عذاب بدله دركولى شي، په سبب د دې چې تاسو به په ځمكه كې ناحقه تكبر كاوه او په سبب د دې چې تاسو به نافرماني كوله
وَاذْكُرْ أَخَا عَادٍ إِذْ أَنْذَرَ قَوْمَهُ بِالْأَحْقَافِ وَقَدْ خَلَتِ النُّذُرُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَمِنْ خَلْفِهِ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
او ته د عادیانو ورور (هود) یاد كړه، كله چې ده خپل قوم ووېرولو، چې په احقاف (رېګستان) كې وو، او یقینًا له ده نه مخكې او له ده نه وروسته (نور) وېروونكي (پېغمبران) تېر شوي دي (په دې خبرې سره) چې تاسو عبادت مه كوئ غیر له الله نه۔، بېشكه زه په تاسو د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم
قَالُوا أَجِئْتَنَا لِتَأْفِكَنَا عَنْ آلِهَتِنَا فَأْتِنَا بِمَا تَعِدُنَا إِنْ كُنْتَ مِنَ الصَّادِقِينَ
دوى وویل: (اى هوده!) ایا ته مونږ ته د دې لپاره راغلى يې چې مونږ له خپلو معبودانو نه واړوې، پس ته پر مونږ هغه (عذاب) راوله چې ته يې مونږ ته وعده راكوې۔، كه ته له رښتینو ځنې يې
قَالَ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللَّهِ وَأُبَلِّغُكُمْ مَا أُرْسِلْتُ بِهِ وَلَٰكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ
ده وویل: بېشكه همدا خبره ده چې (د عذاب د راتلو) علم خو له الله سره دى او زه تاسو ته هغه څه دررسوم چې په هغو سره زه رالېږل شوى یم او لېكن زه تاسو داسې قوم وینم چې له جهالت نه كار اخلئ

Choose other languages: