Quran Apps in many lanuages:

Surah Aal-E-Imran Ayahs #148 Translated in Pashto

وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِنْ مَاتَ أَوْ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ ۚ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا ۗ وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ
او محمد نه دى مګر یو رسول، بېشكه له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي، ایا نو كه چېرې دى مړ شي، یا ووژل شي (، نو) تاسو به بېرته په شا لاړ شئ او څوك چې بېرته په شا لاړ شي، نو هغه به الله ته هیڅكله هم څه زیان ونه رسولى شي او الله به خامخا شكر ګذارو ته بدله (ثواب) وركړي
وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ كِتَابًا مُؤَجَّلًا ۗ وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَنْ يُرِدْ ثَوَابَ الْآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا ۚ وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ
او هېڅ یو نفس لره دا اختیار نشته چې (پخپله) مړ شي مګر د الله په ارادې سره، لیكلى مقرر وخت دى، او څوك چې د دنیا بدله غواړي، (نو) مونږ به له دې (دنیا) نه هغه ته (بدله) وركړو او څوك چې د اخرت ثواب غواړي، (نو) هغه ته به يې له دې (اخرت) نه وركړو، نژدې ده چې مونږ به شكر ګذارو ته ښه بدله وركړو
وَكَأَيِّنْ مِنْ نَبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُوا لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَمَا ضَعُفُوا وَمَا اسْتَكَانُوا ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ
او ډېر پېغمبران (تېر شوي) دي چې د هغوى په ملګرتیا كې ډېرو رباني (خدايي) خلقو جنګ كړى دى، نو نه هغوى د هغه مصیبت په سبب سستي وكړه چې پر هغوى باندې د الله په لار كې راغلى و او نه يې كمزورتیا ښكاره كړه او نه ټیټ شول، او الله له صبركوونكو سره مینه كوي
وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلَّا أَنْ قَالُوا رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
او د هغوى وینا له دې نه غیر بله نه وه چې ویل به يې: اى زمونږه ربه! مونږ ته زمونږ ګناهونه او په خپل كار كې زمونږه اسراف كول (له حد نه تېرېدل) وبخښه او زمونږه (پښې) قدمونه ټینګ كړه او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مدد وكړه
فَآتَاهُمُ اللَّهُ ثَوَابَ الدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الْآخِرَةِ ۗ وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ
نو الله هغوى ته ددنیا بدله او د اخرت ښكلى ثواب ورعطا كړ او الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي

Choose other languages: