Quran Apps in many lanuages:

Surah Az-Zamar Ayahs #64 Translated in Pashto

وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ تَرَى الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُمْ مُسْوَدَّةٌ ۚ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْمُتَكَبِّرِينَ
او د قیامت په ورځ به ته هغه كسان ووینې چې په الله يې دروغ تړلي وو، په داسې حال كې چې د دوى مخونه به تك تور كړى شوي وي، ایا په دوزخ كې د تكبر كوونكو لپاره ځاى نشته!
وَيُنَجِّي اللَّهُ الَّذِينَ اتَّقَوْا بِمَفَازَتِهِمْ لَا يَمَسُّهُمُ السُّوءُ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
او الله به هغو كسانو ته چې ځان يې (له شرك نه) بچ ساتلى دى، د خپلې كامیابۍ (او فلاح) په وجه نجات وركړي، په داسې حال كې چې دوى ته به نه سختي رسېږي او نه به دوى غمجن كېږي
اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ
الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هغه په هر شي باندې نګران دى
لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ
خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي، او هغه كسان چې د الله په ایتونو سره كافران شوي دي، هم دغه كسان تاوانیان دي
قُلْ أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَأْمُرُونِّي أَعْبُدُ أَيُّهَا الْجَاهِلُونَ
ته (دوى ته) ووایه: ایا نو تاسو ما ته حكم كوئ چې زه د غیر الله عبادت وكړم؟ اى جاهلانو!

Choose other languages: