Quran Apps in many lanuages:

Surah At-Tahrim Ayahs #9 Translated in Pashto

عَسَىٰ رَبُّهُ إِنْ طَلَّقَكُنَّ أَنْ يُبْدِلَهُ أَزْوَاجًا خَيْرًا مِنْكُنَّ مُسْلِمَاتٍ مُؤْمِنَاتٍ قَانِتَاتٍ تَائِبَاتٍ عَابِدَاتٍ سَائِحَاتٍ ثَيِّبَاتٍ وَأَبْكَارًا
كه دى تاسو ته طلاق دركړي (، نو) امېد دى چې د ده رب به ده ته په بدل كې له تاسو نه ډېرې غوره ښځې وركړي، چې مسلمانانې، مومنانې، اطاعت ګزارې، توبه اېستونكې، عبادت كوونكې، روژه نیوونكې، (هجرت كوونكې) څښتن لیدلې او پېغلې به وي
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل ځانونه او خپل اهل له داسې اور نه بچ وساتئ چې د هغه خشاك خلق او كاڼي دي، په ده باندې ډېر سخت خویه، قوتناك ملايك مقرر دي، چې دوى په هغه څه كې د الله نافرمانۍ نه كوي چې دوى ته يې حكم كړى وي۔ او دوى هغه څه كوي چې دوى ته يې حكم كولى شي
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَعْتَذِرُوا الْيَوْمَ ۖ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ
اى هغو كسانو چې كافران شوي دي! تاسو نن ورځ عذرونه مه وړاندې كوئ۔، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته به د هغه څه بدله دركولى شي چې تاسو به كول
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَنْ يُكَفِّرَ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ ۖ نُورُهُمْ يَسْعَىٰ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو الله ته توبه وباسئ خالصه رښتینې توبه۔، امېد دى چې ستاسو رب به له تاسو نه ستاسو ګناهونه ورژوي او تاسو به داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي۔، په هغه ورځ كې چې الله به نبي او هغه كسان چې له ده سره يې ایمان راوړى دى رسوا نه كړي۔، د دوى رڼا به د دوى په وړاندې او د دوى په ښي اړخ منډې وهي۔، دوى به وايي: اى زمونږه ربه! ته مونږ ته زمونږ رڼا پوره كړه او مونږ وبخښه۔، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ ۚ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
اى نبي! ته له كافرانو او منافقانو سره جهاد كوه او په دوى باندې سختي كوه۔ او د دوى استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى

Choose other languages: