Quran Apps in many lanuages:

Surah At-Tahrim Ayahs #12 Translated in Pashto

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ ۚ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ
اى نبي! ته له كافرانو او منافقانو سره جهاد كوه او په دوى باندې سختي كوه۔ او د دوى استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځاى دى
ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ كَفَرُوا امْرَأَتَ نُوحٍ وَامْرَأَتَ لُوطٍ ۖ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا فَلَمْ يُغْنِيَا عَنْهُمَا مِنَ اللَّهِ شَيْئًا وَقِيلَ ادْخُلَا النَّارَ مَعَ الدَّاخِلِينَ
الله د هغو كسانو لپاره مثال بیانوي چې كافران شوي دي: د نوح ښځه او د لوط ښځه، دا دواړه زمونږ په بنده ګانو كې ددوه نېكو بنده ګانو لاندې وې، نو دغو دواړو (ښځو) له هغو سره خیانت وكړ، نو هغوى د الله په مقابله كې د دوى هېڅ په كار رانغلل۔ او دغو دواړو (ښځو) ته وویل شول چې تاسو اور ته له ننوتونكو سره ننوځئ
وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِنْ فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
او الله د ایمان راوړونكو لپاره یو بل مثال بیانوي: د فرعون ښځه ده، كله چې هغې وویل: اى زما ربه! ته ما ته زما لپاره خپلې خوا كې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ته ما له فرعون او د هغه له عمل نه خلاصه كړه او ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړه
وَمَرْيَمَ ابْنَتَ عِمْرَانَ الَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهِ مِنْ رُوحِنَا وَصَدَّقَتْ بِكَلِمَاتِ رَبِّهَا وَكُتُبِهِ وَكَانَتْ مِنَ الْقَانِتِينَ
او د عمران لور مریم ده، هغه چې د خپل شرم ځاى حفاظت يې كړى و، پس مونږ له خپل روح نه په ده كې پوكى وواهه او دې د خپل رب د كلمو (خبرو) او د هغه د كتابونو تصدیق كړى و او دا له حكم منونكو ځنې وه

Choose other languages: