Quran Apps in many lanuages:

Surah An-Nisa Ayahs #157 Translated in Pashto

يَسْأَلُكَ أَهْلُ الْكِتَابِ أَنْ تُنَزِّلَ عَلَيْهِمْ كِتَابًا مِنَ السَّمَاءِ ۚ فَقَدْ سَأَلُوا مُوسَىٰ أَكْبَرَ مِنْ ذَٰلِكَ فَقَالُوا أَرِنَا اللَّهَ جَهْرَةً فَأَخَذَتْهُمُ الصَّاعِقَةُ بِظُلْمِهِمْ ۚ ثُمَّ اتَّخَذُوا الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُمُ الْبَيِّنَاتُ فَعَفَوْنَا عَنْ ذَٰلِكَ ۚ وَآتَيْنَا مُوسَىٰ سُلْطَانًا مُبِينًا
اهلِ كتاب له تا نه د دې مطالبه كوي چې ته په دوى باندې له اسمانه یو كتاب نازل كړې، پس یقینًا دوى له موسٰی څخه له دې نه غټه مطالبه كړې وه، پس دوى (هغه ته) ویلي وو: ته مونږ ته الله ښكاره مخامخ وښیه، نو دوى د خپل ظلم په سبب تندر ونیول، بیا دوى سخى (معبود) ونیوه، وروسته له دې چې دوى ته ښې واضحې نښې راغلې، بیا مونږ دوى ته د دې معافي وكړه او مونږ موسٰی ته ښكاره غلبه (دلیل) وركړه
وَرَفَعْنَا فَوْقَهُمُ الطُّورَ بِمِيثَاقِهِمْ وَقُلْنَا لَهُمُ ادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَقُلْنَا لَهُمْ لَا تَعْدُوا فِي السَّبْتِ وَأَخَذْنَا مِنْهُمْ مِيثَاقًا غَلِيظًا
او مونږ له دوى څخه د پخې وعدې اخيستلو لپاره د دوى له پاسه (د) طور (غر) راپورته كړ او مونږه دوى ته وویل: تاسو په دروازه كې داخل شئ، چې سجده كوونكي یئ او مونږه دوى ته وویل: تاسو د خالي په ورځ كې زیاتى مه كوئ او مونږه له دوى نه ډېره مضبوطه وعده واخيستله
فَبِمَا نَقْضِهِمْ مِيثَاقَهُمْ وَكُفْرِهِمْ بِآيَاتِ اللَّهِ وَقَتْلِهِمُ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَقَوْلِهِمْ قُلُوبُنَا غُلْفٌ ۚ بَلْ طَبَعَ اللَّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُونَ إِلَّا قَلِيلًا
نو (دوى ته سزا وركړى شوه) په سبب د دوى د ماتولو خپل لوظ لره او د الله په ایتونو د كفر كولو او د نبیانو د ناحقه وژلو (په سبب) او د دوى د دې خبرې په سبب چې زمونږ زړونه ’’پرده بند‘‘ دي (داسې نه ده) بلكې الله د دوى د كفر په وجه په هغو (زړونو) مهر لګولى دى، نو دوى ایمان نه راوړي مګر ډېر لږ (خلق)
وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَىٰ مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا
او په سبب د دوى د كفر كولو او په مریم باندې د بېخي لوى تهمت ویلو
وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَٰكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ ۚ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ ۚ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلَّا اتِّبَاعَ الظَّنِّ ۚ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا
او د دوى د دې وینا په سبب چې بېشكه مونږه د مریمې زوى مسیح عیسٰی وژلى دى، چې د الله رسول دى، حال دا چې دوى نه هغه وژلى دى او نه يې په دار كړى دى او لېكن دوى ته هغه (له عیسٰی سره) یو شان كړى شوى و او بېشكه هغه كسان چې د ده (عیسٰی) په باره كې يې اختلاف كړى دى، خامخا د ده په هكله په شك كې دي، دوى ته د هغه په باره كې هېڅ علم نشته سِوا د (خپل) ګمان له پیروۍ نه۔ او دوى هغه یقینًا نه دى وژلى

Choose other languages: