Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Hujraat Ayahs #18 Translated in Pashto

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا وَجَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ
بېشكه مومنان خو هغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول يې ایمان راوړى دى، بیا يې شك نه دى كړى او د الله په لاره كې يې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد كړى دى، هم دغه كسان رښتیني دي
قُلْ أَتُعَلِّمُونَ اللَّهَ بِدِينِكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ
ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو پر خپل دین باندې الله خبروئ، حال دا چې الله پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او په هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى
يَمُنُّونَ عَلَيْكَ أَنْ أَسْلَمُوا ۖ قُلْ لَا تَمُنُّوا عَلَيَّ إِسْلَامَكُمْ ۖ بَلِ اللَّهُ يَمُنُّ عَلَيْكُمْ أَنْ هَدَاكُمْ لِلْإِيمَانِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ
دوى په تا د دې احسان كوي چې اسلام يې راوړى دى، ته (ورته)، ووایه: تاسو په ما باندې د خپل اسلام راوړلو احسان مه كوي، بلكې الله پر تاسو باندې احسان كوي دا چې تاسو ته يې د ایمان راوړلو هدایت وكړ۔، كه تاسو رښتیني يئ
إِنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ غَيْبَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ
بېشكه الله د اسمانونو او ځمكې په غیبو پوهېږي او الله هغه څه لره چې تاسو يې كوئ، ښه ليدونكى دى

Choose other languages: