Quran Apps in many lanuages:

Surah Al-Ahzab Ayahs #9 Translated in Pashto

ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ ۚ فَإِنْ لَمْ تَعْلَمُوا آبَاءَهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَمَوَالِيكُمْ ۚ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُمْ بِهِ وَلَٰكِنْ مَا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ ۚ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا
تاسو دغه (په زامنو بلل شوي) د هغوى پلرونو ته منسوب كړئ۔، دغه (كار) د الله په نېز د انصاف والا دى، نو كه تاسو د هغوى پلرونه نه پېژنئ، نو دوى ستاسو وروڼه دي په دین كې او ستاسو دوستان دي، او په تاسو هېڅ ګناه نشته په هغه شي كې چې تاسو په كې خطا شئ۔ او لېكن (ګناه شته د) هغه (كار) چې ستاسو زړونه د هغه قصد (اراده) وكړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
النَّبِيُّ أَوْلَىٰ بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ ۖ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ ۗ وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَىٰ بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَنْ تَفْعَلُوا إِلَىٰ أَوْلِيَائِكُمْ مَعْرُوفًا ۚ كَانَ ذَٰلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا
نبي (محمدﷺ) په مومنانو باندې د دوى له ځانونو نه زیات حقدار دى۔ او د ده ښځې د دوى میندې دي او د خپلوۍ خاوندان (رشته داران) د الله په كتاب كې د دوى ځینې په ځینو نورو باندې له مومنانو او مهاجرینو نه زیات حق لرونكي دي، مګر دا چې تاسو له خپلو دوستانو سره څه نېكي وكړئ۔، دغه په كتاب كې لیكل شوي دي
وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ النَّبِيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنْكَ وَمِنْ نُوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ۖ وَأَخَذْنَا مِنْهُمْ مِيثَاقًا غَلِيظًا
او كله چې مونږ له نبیانو نه د دوى پخه وعده واخيسته او له تا نه او له نوح او ابراهیم او موسٰى او د مریمې له زوى عیسٰى نه، او مونږ له دوى نه ډېره پخه مضبوطه وعده واخيسته
لِيَسْأَلَ الصَّادِقِينَ عَنْ صِدْقِهِمْ ۚ وَأَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا أَلِيمًا
د دې لپاره چې هغه (الله) له صادقانو نه د هغوى د صدق (رښتیاوو) په باره كې تپوس وكړي او هغه د كافرانو لپاره ډېر دردوونكى عذاب تیار كړى دى
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءَتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَمْ تَرَوْهَا ۚ وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله هغه نعمت رایاد كړئ چې پر تاسو شوى دى، كله چې په تاسو لښكرې راغلې، نو مونږ پر هغوى باندې باد او داسې لښكرې راخوشې كړې چې تاسو نه لیدلې او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ښه لیدونكى دى

Choose other languages: