Quran Apps in many lanuages:

Surah Aal-E-Imran Ayahs #133 Translated in Pashto

وَلِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ يَغْفِرُ لِمَنْ يَشَاءُ وَيُعَذِّبُ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ
او خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي، هغه بخښنه كوي چا لپاره چې وغواړي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافًا مُضَاعَفَةً ۖ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو سود مه خورئ چې څو چنده دوه ګونه كړى شوى وي او له الله نه وېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
وَاتَّقُوا النَّارَ الَّتِي أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ
او له هغه اور نه ځان وساتئ چې د كافرانو لپاره تیار كړى شوى دى
وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ
او د الله او د رسول اطاعت كوئ، لپاره د دې چې په تاسو رحم وكړى شي،
وَسَارِعُوا إِلَىٰ مَغْفِرَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ
او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده او داسې جنت ته چې د هغه پلن والى د اسمانونو او د ځمكې (په اندازه) دى، د پرهېزګارانو لپاره تیار كړى شوى دى

Choose other languages: